د افغان ملي بانک سره تاسو کولی شئ په خورا آسانۍ سره د انټرنېټي بانکوالۍ له لارې خپل حساب ته ننوځی هر وخت او هر ځای خپل حساب ته رسېدنه وکړئ او په خپلو لاسونو خپل مالي مدیریت تجربه کړئ.
د حساب بېلانس
تاسې کولی شئ د خپل حساب شته بېلانس په چټکه توګه وڅارئ او وګورئ.
د بانکي صورت حساب چمتو کول
د مالي چارو د غوره څارلو او ښه تعقیب لپاره په خورا آسانۍ سره خپل بانکي صورت حساب ډونلوډ کړئ.
همدا نن خپل انټرنېټي بانکوالي فعاله کړئ
د افغان ملي بانک تر ټولو نیږدې څانګې ته مراجعه وکړئ او اړوند فورمه لاسلیک کړئ.
د افغان ملي بانک انټرنېټ بانکوالۍ سره وصل او خوندي پاتې شئ کوم چې د انټرنېټ له لارې د لاسرسي وړ دی!