د بیع المرابحه موټر محصول شرطنامه

داسلامی بانکدارۍ له برخې څخه دتمویل اخیستل ، مشتري باید لاندې اسناد وړاندې کړي اوپه لیکل شوو لاندې مادو موافقه ولري

تفصیلات

1: د مشتري عمر له 18 کالو کم اود 60 کالو څخه زیات نه وي

2: مشتري باید د نورو مالي ادارو،بانکونواو نهادونو څخه پوره وړی نه وي.

3: دوه کاله کاري تجربه باید ولري او 12 میاشتې په اوسنۍ دنده او یا تجارت کې تیرې کړې وي.

4: دافغان ملی بانک کارمند د خدمت دوره دیوکال څخه کمه نه وي

5: که چیرته مشتري په شرعی قباله جایداد ونلري د ضمانت کونکو د خدمت دوره باید د 5 کالو څخه کمه نه وي که چیرته د ضمانت کونکود تقاعد حقوق د پور اندازه پوره کولی شي په داسې حالت کې که د ضمانت کونکو د خدمت مدت کم هم وي بانک ته د منلو وړ ده.

6: د مشتري له اوسني پته او ادرس څخه د سیمي وکیل او اړونده ناحیه رسمي تصدیق وکړي .

7: د تمویل موده تر 5 کالو پورې د کميټې د تصویب په اساس ده.

8: د مشتري له میاشتني معاش څخه 40٪ د موټرد تمویل لپاره نیول کیږي ، دمشتري میاشتنۍ معاش له 18000 افغانیو اویا د 300 دالرو په اندازه وي.

9: د تمویل کلنۍ مفاد 7٪ ثابت دی

10:مشتري باید دوه تنه دولتی کارمندان په تضمین کې راولي د دولتي کارمندانو دادارې موافقه د مشتري د تمویل لپاره شرط ده چې د تضمین کونکو دخدمت موده يي 5 کالوڅخه کمه نه وي .

11: مبلغ 300 افغانۍ فیس د مشتري اودهغه د ضمانت کونکود(پي سي آر) دکتلو لپاره اخیستل کیږي چې دکومې دولتی مالی ادارې اویاکوم بانک څخه پوره وړی نه وي.

12: مشتري دضمانت کونکو معلوماتی فورم ډکولو سره باید خپله اصلی تذکره او ضمانت کونکی هم ولري اوله همدې سره عملیاتی مدیریت کې حساب هم پرانیزي .

13: مالی تمویل له 3000 زره امریکايي ډالرو څخه شروع تر 50000 زره امریکايي ډالروپورې اویا معادل ددې پیسو په افغانیو ټاکل شوی دی.

14: دمشتري څخه 10٪ نقدي تضمین اخیستل کیږي.

15: د دوه تنه ملکی دولتی رسمي کارکونکوتضمین اساسی شرط دی چې ددې توان ولري که پوره وړی بانک ته خپل پورورنکړي نود ضمانت کونکي يي د تحویل برداشت ولري اساسی شرط يي دضمانت کونکود تقاعد حزینه ده باید ټول تمویل پوره کړي .

16: تر 10000 زره امریکایی ډالروپورې ددوه تنوضمانت کونکود تقاعد حقوق په نظرکې نیول کیږي د 10000 زره ډالرو څخه تر30000 زره ډالرویا د ذکرشووډالرو معادل په افغانیو د تمویل لپاره په ضمانت کې شرعي قباله په تحت مراقبت کیږدي د عرفی جایداد لپاره په مبربوطه ناحیه کې ددوه نورو تنودولتی کارکونکو چې په همغه ناحیه کې هستوګن وي په تضمین کې ونیسي

17: د کورنۍ د غړو معاش هم کیدای شي د پور اخيستونکې لپاره په پورکې سنجش یا دحساب وړ وګرځي.