المرابحه تمویل اپارتمان /کور /ځمکه/مواد ساختمان

داسلامی بانکدارۍ له برخې څخه دتمویل اخیستل ، مشتري باید لاندې اسناد وړاندې کړي اوپه لیکل شوو لاندې مادو موافقه ولري

تفصیلات

1: مشتري باید دافغانستان تابیعت ولري

2: دمشتري عمر باید 18کالوڅخه کم اود 55 کالو څخه زیات نه وي د مشتري د وظیفې یا قرارداد د تقاعد پای ته 5 کاله پاتې وي.

3: مشتري باید د نورو مالی ادارو ، نهادونو او بانکونو څخه پوره وړی یا قرضداره نه وي.

4: د دولتی کارمندانو او غیر دولتی کارمندانو د خدمت دوره د 2 کالو څخه کمه او د 16 کالو څخه زیاته نه وي .

5: د شرکتونو او دوکاندارانو فعالیت په خپل اوسني کاروبار کې د درې کالو څخه کم نه وي.

6: شرکتونه او دوکانداران باید دفعالیت قانوني جواز له ځانه سره ولري.

7: شرکتونه او دوکانداران باید مالي راپور اود بانک صورت حساب د تیرو دوه کا لو راهیسې بانک ته وښايي اویا ارایه کړي.

8: د مشتري یا تمویل اخیستونکي اوسنۍ پته یا ادرس د اړونده ګذر وکیل اوناحيې څخه رسمي تائيد شي

9: د تمویل موده اکثره تر 5 کالوده .لیکن د ا د کمیټې دپريکړې یا تصویب پورې اړه لري.

10:د ساختماني مواد و ، ځمکې اوکورد تمویل لپاره باید دمشتري میاشتنۍ معاش د 60000 افغانیو څخه کم نه وي او یا د 800امریکايي ډالوروڅخه کم نه وي د مشتري دمیاشتني معاش څخه د متشري پور ګرځول کیږي .

11: د کلني مفاد اندازه %5 په ثابت نرخ محاسبه کیږي

12: . د میاشتني معاش له مشتري اودنورو عوایدو دمشتري څخه 42٪ په نظرکې نیول کيږي لیکن د شرکتونو،اود نورو وړویا متوسطو نهادونو20٪ د ګټې اندازه اویا د مجموعي کلني فروشاتود ګټې څخه 40٪ په نظرکې نیول کیږي.

13: بانک شرعي قباله د اپارتمان په خپل نوم بیع جایزي کوي اویاهم شرعي قباله بانک په خپل نوم اخلي د مشتري د تمویل تر تصفیي پورې بانک شرعي قباله دخپل پانګې اچونې مدیریت کې ساتي او په مشتري يي دحساب ترتصفيي پورې په عرفي سند پلوري یا خرڅوي

14: . مشتریان کولی شي چې یوه شرعي قباله (چې حداقل 612٪ د تمویل ارزښت ولري) خپله یا د کوم نیږدې خپلوان شرعي قباله د تضمین په شکل بانک ته په بیع جایزي ورکړي په دې صورت کې مشتري کولی شي چې دبانک څخه يي کوم جایداد ، آپارتمان په بیع مرابحه اخیستی وي خپل نوم ته راواړه وي .

15: په هغه صورت کې چې مشتري وفات شي د مدنی قانون د میراث دترکې د فصل په 6337 ماده فقر() وار ثین يي مسؤلیت (دین ) پور دتصفيي د باقیمانده تمویل لري

16: . مشتري باید له هرلحاظه د خریدارۍ لپاره د ملکیت حقوقی اوقانونی اسناد چیک کړي

17: مشتري چې کوم کور ، اپارتمان او ځمکه اخلي باید شرعي قباله ولري اوپه هغه سیمو کې يي واخلي چې د شاروالې څخه منظور شوي وي.

18: مبلغ 300 افغانۍ فیس د مشتري څخه اخیستل کیږي چې په (پي سي آر) سیستم کې وکتل شي چې مشتري پوره وړی نه وي.

19: مشتري ته چې کوم ددرخواستۍ فورم ورکړل شوی وي هغه باید درست خانه پوري کړي اصل تذکره د مشتري اود ضمانت کونکو اصل تذکرې باید شتون ولري همدارنګه مشتري باید د اسلامي بانکدارۍ په عملیاتې برخه کې حساب پرانیزي

20: حد اقل مالی تمویل مبلغ20000 دالر امریکایی څخه شروع تر 250000 امریکايی ډالرو او یا د ډالرو معادل په افغانیو دی.

21: له مشتري څخه 10٪ نغدي تضمین اخیستل کیږي .

22: د کورنۍ د غړو معاش هم کیدای شي د پور اخيستونکې لپاره په پورکې سنجش یا دحساب وړ وګرځي.