د افغان ملی بانک

د افغان ملي بانک،چې په افغانستان کې تر ټولو لومړنی او مخکنی بانک بلل کېږي د ثور په ۹ مه د ۱۳۱۲ هجري لمریز کال کې را منځته شو. د بانکوالۍ بڼه په لومړي ځل د افغان ملي بانک لخوا په افغانستان کې وپېژندل شوه،چې د (۱۳۱۸) کال د ا فغانستان بانک د تاسیس پورې یې د مرکزي بانک چارې هم پر مخ بېولې،چې د افغانستان او نړۍ په کچه شاو خوا 89 کلن شهرت لري. دې بانک د خپلې نهه اعشاریه شپږ میلیون افغانۍ پانګې سره په خپلو بانکي فعالیتونو پېل وکړ،چې له دې جملې(۷۲) سلنه یې د خصوصي سکتور او(۲۸) سلنه یې دولتي سکتور اړوند بلل کېدل. په ۱۳۵۵ کال دغه بانک د وخت دولت لخوا په بشپړ ډول ملي اعلان شو. د افغان ملي بانک د خپل تاسیس راهیسې ژمن او کلکه اراده لري،څو د عمده سیمو لکه سوداګري،سوداګریز صنعت او کرنې په پراختېا کې خپل بانکي فعالیتونه پر مخ بوځي او د ټولو بانکي امکاناتو څخه برخمن او چمتو دی،چې خپلو پېرودونکو ته غوره بانکي خدمتونه وړاندې کړي. د یادولو وړ ده، چې افغان ملي بانک 20 څانګې او 3 کونټرې په کابل ولایت، همدا راز ۲۲ ولایتی څانګې لری.