د بیع المرابحه ساختمانی توکو محصول شرطنامه

داسلامی بانکدارۍ له برخې څخه دتمویل اخیستل ، مشتري باید لاندې اسناد وړاندې کړي اوپه لیکل شوو لاندې مادو موافقه ولري

تفصیلات

1: مشتري باید دافغانستان تابعیت ولري

2: د مشتري عمر باید د 18 کالو څخه کم نه وي او د 60 کالوڅخه زیات نه وي

3: مشتري باید د نورو نهاد ونو څخه پوره وړی نه وي .(بانکونو اونورو مالي نهادونو څخه پوره وړی نه وي )

4: دوه کلنه کاري تجربه ولري او حد اقل 12 میاشتې په اوسنۍ وظیفه کې شتون ولري او که تجارت کوي نو په اوسني تجارت کې دوه کلنه کاري تجربه ولري.

5: د کار د خدمت دوره د افغان ملي بانک د کارکونکو لپاره دیوکال څخه کمه نه وي .

6: د ضمانت کونکو دخدمت دوره د 5 کالو څخه کمه نه وي . په هغه صورت کې چې د جایداد تضمین ونلري ، لیکن د ضمانت کونکو د تقاعد حقوق دمشتري تمویل پوره کړي که دضمانت کونکو دخدمت دوره يي د5 کالوڅخه کمه هم وي بانک ته دمنلو وړده .

7: د مشتري یا تمویل اخیستونکي اوسنۍ پته یا ادرس د اړونده ګذر وکیل اوناحيې څخه رسمي تائيد شي

8: د تمویل موده اکثره تر 5 کالوده .لیکن د ا د کمیټې دپريکړې یا تصویب پورې اړه لري.

9: د ساختماني مواد و د تمویل لپاره باید دمشتري میاشتنۍ معاش د 10000 افغانیو څخه کم نه وي او یا د 200امریکايي ډالوروڅخه کم نه وي د مشتري دمیاشتني معاش څخه د متشري پور ګرځول کیږي .

10:د کلني مفاد اندازه %6 په ثابت نرخ محاسبه کیږي

11: د تمویل اجراکېدل د دوه دولتي کارمندانودتقاعد په بنیاد اجراکیږي لیکن د تضمینکونکو اومشتري دادارې موافقه اوتعهد اساسی شرط دی .

12: مبلغ 300 افغانۍ فیس د مشتري څخه اخیستل کیږي چې په (پي سي آر) سیستم کې وکتل شي چې مشتري پوره وړی نه وي.

13: مشتري ته چې کوم ددرخواستۍ فورم ورکړل شوی وي هغه باید درست خانه پوري کړي اصل تذکره د مشتري اود ضمانت کونکو اصل تذکرې باید شتون ولري همدارنګه مشتري باید د اسلامي بانکدارۍ په عملیاتې برخه کې حساب پرانیزي

14: حد اکثر تمویل مالی مبلغ30000 دالر امریکایی پورې ده.

15: له مشتري څخه 10٪ نغدي تضمین اخیستل کیږي .

16: پولي تضمین لپاره دوه تنه ملکي رسمي کارکونکي د مشتري ضمانت وکړي چې دا توان ولري که مشتري پیسې تحویل نکړي نو په دې صورت کې د ضمانت کونکوڅخه ګرځي د ضمانت کونکو دتقاعد حزینه باید د تمویل ټولې پیسې پوره کړي .

17: تر 10000 زره امریکایی ډالروپورې ددوه تنوضمانت کونکود تقاعد حقوق په نظرکې نیول کیږي د 10000 زره ډالرو څخه تر30000 زره ډالرویا د ذکرشووډالرو معادل په افغانیو د تمویل لپاره په ضمانت کې شرعي قباله په تحت مراقبت کیږدي د عرفی جایداد لپاره په مبربوطه ناحیه کې ددوه نورو تنودولتی کارکونکو چې په همغه ناحیه کې هستوګن وي په تضمین کې ونیسي

18: د کورنۍ د غړو معاش هم کیدای شي د پور اخيستونکې لپاره په پورکې سنجش یا دحساب وړ وګرځي.