د بیع المرابحه دکور توکو شرطنامه

داسلامی بانکدارۍ له برخې څخه دتمویل اخیستل ، مشتري باید لاندې اسناد وړاندې کړي اوپه لیکل شوو لاندې مادو موافقه ولري

تفصیلات

1: مشتري باید دافغانستان تابعیت ولري

2: د مشتري عمر باید د 18 کالو څخه کم نه وي او د 60 کالوڅخه زیات نه وي

3: مشتري باید د نورو نهاد ونو څخه پوره وړی نه وي .(بانکونو اونورو مالي نهادونو څخه پوره وړی نه وي )

4: دوه کلنه کاري تجربه ولري او حد اقل 12 میاشتې په اوسنۍ دنده کې شتون ولري او که تجارت کوي نو په اوسني تجارت کې دوه کلنه کاري تجربه ولري.

5: د کار د خدمت دوره د افغان ملي بانک د کارکونکو لپاره دیوکال څخه کمه نه وي .

6: د ضمانت کونکو دخدمت دوره د 5 کالو څخه کمه نه وي . په هغه صورت کې چې د جایداد تضمین ونلري ، لیکن د ضمانت کونکو د تقاعد حقوق دمشتري تمویل پوره کړي که دضمانت کونکو دخدمت دوره يي د5 کالوڅخه کمه هم وي بانک ته دمنلو وړده .

7: د تمویل موده اکثره تر 3 کالوده .لیکن د ا د کمیټې دپريکړې یا تصویب پورې اړه لري.

8: د کورتوکو د تمویل لپاره د مشتري 40٪ میاشتنۍ معاش په نظرکې نیول کیږي

9: تر 100000 افغانیوپورې دکورتکوتمویل لپاره کلنۍ په ثابت نرخ 8٪ مفاد اود100000 سل زره څخه زیات دکلني مفاد اندازه 7٪ په پام کې نیول شوې ده .

10:د تمویل اجراکېدل د دوه دولتي کارمندانودتقاعد په بنیاد اجراکیږي لیکن د تضمینکونکو اومشتري دادارې موافقه اوتعهد اساسی شرط دی .

11: مبلغ 300 افغانۍ فیس د مشتري څخه اخیستل کیږي چې په (پي سي آر) سیستم کې وکتل شي چې مشتري پوره وړی نه وي.

12: مشتري ته چې کوم ددرخواستۍ فورم ورکړل شوی وي هغه باید درست خانه پوري کړي اصل تذکره د مشتري اود ضمانت کونکو اصل تذکرې باید شتون ولري همدارنګه مشتري باید د اسلامي بانکدارۍ په عملیاتې برخه کې حساب پرانیزي

13: حد اکثر د کورتوکو تمویل مبلغ 500000 زره افغانیو پورې ده.

14: له مشتري څخه 10٪ نغدي تضمین اخیستل کیږي .چې د 100000 سل زره افغانیوڅخه يی تمویل تر 500000 پنځه سوه زره افغانیو پورې وي.

15: پولي تضمین لپاره دوه تنه ملکي رسمي کارکونکي د مشتري ضمانت وکړي چې دا توان ولري که مشتري پیسې تحویل نکړي نو په دې صورت کې د ضمانت کونکوڅخه ګرځي د ضمانت کونکو دتقاعد حزینه باید د تمویل ټولې پیسې پوره کړي .