د بیع المرابحه د شرکتونواو تجارتونو د موټرتمویل محصول شرطنامه

داسلامی بانکدارۍ له برخې څخه د تمویل اخیستل ، مشتري باید لاندې اسناد وړاندې کړي اوپه لیکل شوو لاندې مادو موافقه ولري

تفصیلات

1: د مشتري عمر باید د 18 کالو څخه کم نه وي او د 60 کالوڅخه زیات نه وي

2: مشتري باید د نورو نهاد ونو څخه پوره وړی نه وي .(بانکونو اونورو مالي نهادونو څخه پوره وړی نه وي )

3: دوه کلنه کاري تجربه ولري او حد اقل 12 میاشتې په اوسنۍ وظیفه کې شتون ولري او که تجارت کوي نو په اوسني تجارت کې دوه کلنه کاري تجربه ولري.

4: د ضمانت کونکو دخدمت دوره د 5 کالو څخه کمه نه وي . په هغه صورت کې چې د جایداد تضمین ونلري ، لیکن د ضمانت کونکو د تقاعد حقوق دمشتري تمویل پوره کړي که دضمانت کونکو دخدمت دوره يي د5 کالوڅخه کمه هم وي بانک ته دمنلو وړده .

5: د مشتري یا تمویل اخیستونکي اوسنۍ پته یا ادرس د اړونده ګذر وکیل اوناحيې څخه رسمي تائيد شي

6: د تمویل موده اکثره تر 5 کالوده .لیکن د ا د کمیټې دپريکړې یا تصویب پورې اړه لري.

7: د مشتري د تجارت میاشتني عایداتوڅخه 30٪ په نظر کې نیول کیږي د مشتري میاشتني عواید باید 25000 افغانیو اویا هم له 350 ډالروڅخه کم نه وي .

8: د تمویل کلنۍ مفاد 7٪ ثابت دی

9: د تمویل اجراکېدل د دوه دولتي کارمندانودتقاعد په بنیاد اجراکیږي لیکن د تضمینکونکو اومشتري دادارې موافقه اوتعهد اساسی شرط دی .

10:مبلغ 500 افغانۍ فیس د مشتري اودهغه د ضمانت کونکود(پي سي آر) دکتلو لپاره اخیستل کیږي چې دکومې دولتی مالی ادارې اویاکوم بانک څخه پوره وړی نه وي.

11: مشتري ته چې کوم ددرخواستۍ فورم ورکړل شوی وي هغه باید درست خانه پوري کړي اصل تذکره د مشتري اود ضمانت کونکو اصل تذکرې باید شتون ولري همدارنګه مشتري باید د اسلامي بانکدارۍ په عملیاتې برخه کې حساب پرانیزي

12: حد اکثر تمویل مالی مبلغ30000 دالر امریکایی څخه شروع تر 50000 دالر امریاکايي پورې ده.

13: له مشتري څخه 10٪ نغدي تضمین اخیستل کیږي .

14: پولي تضمین لپاره دوه تنه ملکي رسمي کارکونکي د مشتري ضمانت وکړي چې دا توان ولري که مشتري پیسې تحویل نکړي نو په دې صورت کې د ضمانت کونکوڅخه ګرځي د ضمانت کونکو دتقاعد حزینه باید د تمویل ټولې پیسې پوره کړي .

15: تر 10000 زره امریکایی ډالروپورې ددوه تنوضمانت کونکود تقاعد حقوق په نظرکې نیول کیږي د 10000 زره ډالرو څخه تر30000 زره ډالرویا د ذکرشووډالرو معادل په افغانیو د تمویل لپاره په ضمانت کې شرعي قباله په تحت مراقبت کیږدي د عرفی جایداد لپاره په مبربوطه ناحیه کې ددوه نورو تنودولتی کارکونکو چې په همغه ناحیه کې هستوګن وي په تضمین کې ونیسي

16: د کورنۍ د غړو معاش هم کیدای شي د پور اخيستونکې لپاره په پورکې سنجش یا دحساب وړ وګرځي.