د صنعت اوتجارت د تمویل لپاره په بیع مرابحه شرطنامه

داسلامی بانکدارۍ له برخې څخه دتمویل اخیستل ، مشتري باید لاندې اسناد وړاندې کړي اوپه لیکل شوو لاندې مادو موافقه ولري

تفصیلات

1: د شرکت جواز

2: د اساسنامې کاپي

3: د رئیس ، معاون او د سهمدارانو د تذکرو کاپیانې

4: دوه کلن ارزیابي شوی مالي صورت حساب په یو داسې شرکت چې بانک ته د منلو وړ وي .

5: Projected Financial Statement درې کلن تجارتي پلان

6: د غوښتنلیک یا درخواستۍ وړاندې کول د شرکت په رسمي پاڼه کې چې مهرشوې وي درئیس اومعاون امضا‌ ء پکې وي

7: د تمویل داخیستلو اوپانګې اچونې لپاره د شرکت سهمداران یا شریکان (‌Board of Resolution) یو صلاحیت لرونکی تن بانک ته د رسمی مکتوب په اساس معرفی کړي ترڅو د تمویل یا پانګې اچونې ټول اسناد د بانک سره له طرف سره امضاء یا طی مراحل کړي.

8: پور اخیستونکۍ باید د 6 میاشتو څخه تر یوکال پورې خپل بانکي صورت حساب ولري.

9: Company History or Profile د شرکت تاریخچه او فائیلونه

10:د تشخیصې نمبر TIN

11: د شرکت د مشتریانو لیست او په مشتریانو د توکو د خرید اوپلور لیست وړاندې کول.

12: د کوموشرکتونو سره چې په کاروبار کې شرکت اویا سهم لري د هفوشرکتونو لیست باید ولري

13: د هغه شرکتونو څخه تضمین اخیستل کیږي چې د اړونده شرکت سره د نیږدې اړیکې لري .

14: د شرکت د شریکانو او سهمدارانوڅخه تضمین اخیستل ددې لپاره که شرکت ونشي کولای خپل دین ادا کړي نو د شرکت شریکان او سهمداران اړدي چې د خپلې شخصي شتمنۍ څخه خپل دین ادا کړي.

15: د اسنادو هر قسم کاپي اویا نقل چې د بانک څخه اخیستل کیږي د اړونده مسؤل څخه باید د تائيد وړ وګرځي.

16: دمحکمي لخوا څخه د جایداد په بیع جایزي یا تضمین خط شرعي نیولواو د پیرلو دمنع کولو لپاره ددواړو اړخونو بانک او مشتري موافقه ضرور ګڼل کیږي .

17: د درخواستۍ یا غوښتنلیک په ورځ کوم جایداد چې مشتري په تضمین کې ورکوي د هغه رنګه فوتو کاپي باید له ځانه سره ولري .

18: مشتري باید تفاهم نامه ، قرارداد اوټول هغه اسناد چې د پور په اړه افغان ملي بانک اسلامي بانکداري ته په کار دي امضا ء اووړاندې کړي

19: د جایدادونود قیمت وړاندې کول دهغو مشورتي شرکتونو لخوا چې بانک ته دمنلو وړ وي.

20:په سیستم کې د معلوماتو د ثبتولو لپاره د مشتري موافقه ( دعامه شتمنیو د خوندیتوب ثبتول) عامه اعتبارات

21:د مشتري تعهد د اقساطو د تحویلولو د تقسیم اوقات مطابق که چیرې ددین اقساط په خپل وخت بانک ته تحویل نکړي نوپه هغه صورت کې به يي دوسیه عدلي اوقضايي اداروته سپارل کیږي.

22:د مالي راپور وړاندې کول، د تجهیزاتو وسائیل، ماشین آلات، منقول جایدادونه ، غیرمنقول ، د پلورونکو لیست (خام مواد یا توکي ) چې خریداري یا پیرل کیږي ادرسونه یا پتې د دفاترو ، دبريښنالیکونه پتې د اړیکو شمیرې نماینده او مدیرمالی يي باید معلوم وي.