مهالیز مضاربت حساب د انفرادي اشخاصو لپاره

دا بانکي حساب د یوه دوه اړخیزه مضاربت تړون په لاسلیک سره رامېنځته کېږي چې مشتري ته د پانګې اچوونکی (رب المال ) او بانک ته د پانګې چلوونکی (مضارب) حیثیت وربښي.

• دا ډول حساب د شرعي احکامو په رڼا کې پرانیستل کېږي ګټه يي د مشتريانو حسابونو ته په ټاکل شوې سلنه استول کېږي د دې حساب قانوني موده یوکال ده.

• د انفرادي مهالیز مضاربت حساب پرانیستلو لپاره د ابتدایي بیلانس اندازه لږ تر لږه 25000 افغانۍ او یاهم 500 ډالر ټاکل شوي دي.

د اړتېا وړ اسناد:

• اصلي پېژند پاڼه یا پاسپورټ.

• که چېرې مشتري د دولت کارمند وي د دندې هویت کارت کاپي.

• که چېرې مشتري ازاد شغل ولري د جواز کاپي.

• د مشتري TIN نمبر.

• د مشتري اوسني استوګنځي تصدیق.

د یادونې وړ ده چې دا ډول حساب هیڅ نوع کمېشن نلري.

د شرکتونو لپاره مهالیز مضاربت حساب

دا ډول بانکي حساب د مهالیزو اقتصادي پروژو په موخه د یوه دوه اړخیزه مضاربت تړون په لاسلیک سره رامینځته کېږي چې مشتري ته د پانګې اچوونکی (رب المال ) او بانک ته د پانګې چلوونکی (مضارب) حیثیت وربښي .

• د شرکتي مهالیز مضاربت حساب پرانیستلو لپاره د ابتدایې بیلانس اندازه لږ تر لږه 50000 افغانۍ او یاهم 1000 ډالر ټاکل شوي دي.

• د شرکتونو لپاره اړین اسناد:

• د شرکت د رئیس او د مرستیال اصلي پېژندپاڼې یا پاسپورټونه.

• د شرکت اصلي جواز او اساسنامه.

• د شرکت او شرکت د رئيس او مرستیال د TIN نمبر.

• د شرکت مهر او چاپي پاڼه.

دیادونې وړده چې داډول حسابونه هیڅ نوع کمېشن نلري