د افغان ملي بانک لر لید

په راتلونکو درېو کلونو کې د افغان ملي بانک لر لید د تېر تاریخ په څېر په افغانستان کې د تر ټولو وړاندې او له اعتباره ډک بانک ګڼل کېږي. د خدای په توکل په پوره باور ویلی شو،چې د نورو ملي نهادونو په څېر به افغان ملي بانک هم له نا انډولۍ او د ورځینېو خنډونو څخه به را وځي او دا یو مسلم حقیقت دی،چې زمونږ بانک په هېواد کې لومړنی او له اعتباره ډک بانک و،دی او وي به.

د افغان ملي بانک ژمنتېا مونږ له تاسو سره یو اوږد تېر څپرکی درلوده او په راتلونکي کې به هم مخ په وړاندې ځو او حاضر یوو،چې د خپلو پیاوړو کار کوونکو په مټ ګرانو پیرودونکو ته غوره خدمات ،د افغان ملي بانک قدرمنو سهم لرونکو ته د روڼتېا له مخې حساب ور کوونه وړاندې کړو.