د افغان ملي بانک د صرافۍ اتومات ماشینونه ATMدبټ کارت څه شی دی؟

د افغان ملي بانک ای ټي ایم دبت کارت تاسو ته دا امکان در کوي، چې د صرافۍ د اتومات ماشینونو په مټ اونۍ کې اووه ورځې څلرویشت ساعته خپلې نقدې پیسې په ډېرې آسانۍ او کم وخت کې تر لاسه کړئ.

څه ډول کولی شو، چې د افغان ملي بانک ای ټي ایم دبت کارت ولرو؟

تاسو کولی شئ، چې په افغان ملي بانک کې د سپما، جاري او معاش حسابونو په پرانیستلو سره د ای ټي ایم دبت کارت هم تر لاسه کړئ. که چیرې مو لا هم ای ټي ایم دبت کارت نه وي تر لاسه کړی همدا اوس د افغان ملي بانک یوې نیږدې څانګې ته په ورتلو خپل ای ټي ایم ډبټ کارت تر لاسه کړئ. د څلور رقمي کوډ په داخلولو سره تاسو کولی شئ خپلې پیسې د صرافۍ اتومات ماشینونو یا ای ټي ایم څخه تر لاسه کړئ.

د افغان ملي بانک د ای ټي ایم دبت کارت درلودو ګټې.

د فزیکي پیسو لېږد د پیسو د مندرس کیدو څخه چې زمونږ ملي هویت دی د ای ټي ایم دبت کارت په درلودو مخنیوی کولی شئ. د زیاتو حجم لرونکو فزیکي پیسو لېږد تل ستونزمن او ګڼ خطرونه منځته راوړي، نو ځکه تاسو د ای ټي ایم کارت په مټ کولی شئ څلرویشت ساعته او په مصئون ډول هر وقت او مکان کې خپلې پیسې وساتئ. د خپل کارت رمز یا کوډ په یاد ولرئ او هیچا سره یې مه شریکوئ. د رمز یا کوډ د هېرېدو په صورت کې په هیڅ صورت تاسو پیسې نشئ تر لاسه کولی.

لاندې لارښوونو ته پاملرنه وکړئ! ﻻﻧﺪې ﭼﺎرې ﺗﺮﴎه ﮐړئ

په پوره پاملرنې سره مو تل خپل ATM کارت له ځان سره وساتئ، ترڅو مقناطیسي پټۍ یي خرابه نه شي.

کله چي ATM کارت تر لاسه کړئ، نو ژر تر ژره يې پاسورډ (کوډ) بدل کړئ، غوره ده، چې پاسورډ هر درې میاشتې وروسته بدل شي.

ATM خوني ته د ننوتو پر مهال په بېک او یا هم خپله بټوه کې د ATM کارت له لټولو څخه ډډه وکړئ، باید وړاندې له داخلیدو څخه، خپل ATM کارت له ځان سره چمتو ولرئ.

په یاد ولرئ، د کارت په داخلولو او د پیسو د تر لاسه کولو وروسته خپل کارت له ماشين څخه بېرته ترلاسه کړئ.

خپل رسیدونه مو ترلاسه او وې ساتئ، تر څو د میاشتې په پای کې یې له خپل بانکي سټیټمنټ سره پرتله کړئ.

څومره چې کولای شئ ماشين ته مخامخ او نږدې ودرېږئ، تر څو چاره مو له نورو څخه پټه او خوندي تر سره شي.

ATM ماشين د خرابېدو په صورت کې او یا هم د ځینو نورو ستونزو او خطرونو په شتون کې هر څه ژر د افغان ملي بانک نږدې څانګې مسوولینو ته خبر ورکړئ او د چارې تر سره کولو لپاره یو بل نږدې ATM ته مراجعه وکړئ.

په هغه صورت کې چې کارت مو ورک یا درڅخه غلا شوی وي، نو د بندیدو په خاطر يې هر څه ژر د افغان ملي بانک نږدې څانګې سره په اړیکه کې شئ.

ﻻﻧﺪې ﭼﺎرې ﻣﻪ ﺗﺮﴎه ﮐﻮئ.

خپل د ATM کوډ مو بل چا سره مه شریکوئ.

هغــه برېښــنالیکونه مــه ځــوابوئ کــوم کــې چــې لــه تاســو څخــه کارت نمــبر او یا هم پاسورډ غوښــتی وي. پــه یــاد ولــرئ د بانــک کار کوونکي به هیڅکله یاد معلومات له تاسې څخه ونه غواړي.

هیڅکله هم دوه ATM کارتونه چې مقناطیسي پټۍ یې یو بل ته مخامخ وي مه ږدئ، ځکه دا چاره د دې سبب ګرځي، چې معلومات مو له مینځه ولاړ شي او کارت مو نور د کارولو وړ ونه اوسي.

خپله ټیلیفون شمېره، د زېږېدلو نېټه، د موټر نمبر پلیټ او داسې نور موارد مو د پاسورډ په توګه مه انتخابوئ.

خپل پاسورډ په کارت او یا دېته ورته نورو ځایونو مه لیکئ. هڅه وکړئ چي خپل پاسورډ په یاد وساتئ ځکه د درې ځلو غلط پاسورډ په کارولو سره ستاسې کارت په اتومات ډول ماشین قید کوي.

د چارې د تر سره کولو پر مهال خپل ګرځنده ټیلیفونه مه استعمالوئ .

د ATM صرافۍ اتومات ماشینونو موقعیت

1 د افغان ملي بانک مرکزي دفتر - ابن سینا واټ د اوبو فوارې یا پښتونستان واټ ته څېرمه د سرینا هوټل ته مخامخ د افغانستان بانک تر څنګ

2 وزیر محمد اکبر خا ن د وزیر محمد اکبر خان دولسم سړک د طلوع ټلویزیون تر څېرمه د افغان ملي بانک څانګه

3 ارزان قیمت/(احمد شاه بابا مېنه) خوست منګل ټاور د مسلم کورس تر څنګ د اولې او دوېیمې څلور لارې تر منځ د افغان ملي بانک څانګه

4 کوته سنگی/(میرویس میدان) د آریانا هوټل درېیم پوړ کوټه سنګي د افغان ملي بانک څانګه

5 گلبهار سنتر کابل دوېیمه ناحیه ګلبهار سنټر څلورم پوړ ۱۳D تر ۱۶D دکانونه د ملک اصغر څلور لارې

6 درېیمه کارتې امیري پلازه ایوب خانه مېنه درېیمه کارتې د دار الامان سړک د افغان ملي بانک څانګه

7 کارته نو د منګل بزنس سنټر دوېیم پوړ د نوې کارتې دوېیم سړک د افغان ملي بانک څانګه

8 دشت برچی د تېلو ټانک تمځای د بهار سر آب مارکیټ دشت برچی

9 دتایمنی دریمه پروژی کابل افغانستان

10 د بهرنیو چارو وزارت

11 د افغانستان برشنا شرکت

12 د نفتي توکو تصدۍ

13 خوست ولایت

14 پکتیا پوهنتون، پکتیا ولایت

15 نوی ښار هرات ملی سنتر د ګلونوڅوک

16 کندهارافغانستان بانک ته مخامخ دشهیدان څوک